سیاستخبرونهاقتصادTOP

په را روان ژمي کې د سون توکو بیو کنټرول لپاره مخکې له مخکې طرحه جوړېږي

کابل باختر

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په ځانګړې جوړه شوې غونډه کې په را روان ژمي کې د سون توکو د بیو پر کنټرول مفصلې خبرې وشوې. په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د هېوادوالو د ژمنیو ستونزو د حل په موخه به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نورستان، کونړ، ننګرهار، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ځنګلونو کې هغو د سون لرګیو ته چې کلونه مخکې وهل شوي، بازار ته د داخلېدو اجازه ورکړي. په همدې تړاو کرنې وزارت ته سپارښتنه شوې چې په یادو ځنګلونو کې به په هېڅ ډول چا ته اجازه نه ورکوي، چې ځنګلونه ووهي او که څوک پر دغه عمل مرتکب ونیول شي، د قانون منګولو ته به سپارل کېږي. په دغه غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ، مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ ته دنده سپارل شوې چې په ژمي کې ډبرو سکرو د نرخونو د کنټرول په موخه طرحه جوړه او راتلونکي مجلس ته یې وړاندې کړي. په را روان ژمي کې د مایع ګاز د بیو د کنټرول او احتیاطي زېرمو درلودو په موخه مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کابل ښاروالۍ ته دنده سپارل شوې چې په دغه برخه کې د خصوصي سکټور په ملتیا د ګاز او نفتو دولتي شرکت سره په ګډه لازم تصامیم ونیسي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا