امنیت

په ننګرهارکې د يوې کورنۍ د اتو تنو غړو د يو مخيزې وژنې په اړوند دوه تنه ونيول شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٥
په ننګرهار ولايت کې د يوې کورنۍ د اتو تنو غړو د يو مخيزې وژنې په اړوند دوه تنه ونيول شول.
پوليس وايي چې د دغې پيښې په اړوند د څو تنو نورو د نيولو لپاره پلټنې دوام لري.
په نيول شويوکسانو تورلګول شوى دى چې د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د اتو تنو غړو د يو مخيزې وژنې د عاملانو له جملې څخه دي.
د دغې پيښې د څرنګوالي په باب ضد او نقيض خبرونه خپاره شوي دي.
ځينې وايي چې په تروريستي ډلو پورې اړوند ناپيژاندو وسله والوکسانو په بهسودو ولسوالۍ کې په يوه کور بريد وکړ او د دغې کورنۍ اته تنه غړي چې يو نارينه، دوه ښځې او پنځه ماشومان پکې شامل دي؛ په ډزو سره ووژل .
خو داسې خبرونه هم ترلاسه شوي دي چې دغه کسان د دريو تنو خپلوانو له خوا يې لومړى مسموم او وروسته په ډزو سره وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياندعطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې امنيتي مامورينو وکولاى شول په بهسودوکې د دغې کورنۍ د اتو تنو غړو د وژنې عاملان ونيسي.
ده وويل چې د څو تنو نورو د نيولو لپاره چې په هغو هم په دې پيښه کې د لاس لرلو تور لګول شوى دى، پلټنې پيل شوې دي .
په همدې حال کې د ننګرهار والي سليم خان کندز يې د دغه ولايت امنيتي، عدلي او قضايي بنسټونو ته لارښونه کړې ده چې د دغې پيښې ټول عاملان وپيژني، ونيسي او مجازات يې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته