امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل باختر د سلواغې پنځمه
لس تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې د هېواد د هوايي ځواکونو په           نويو بريدونو کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه او نن سهار د ترينکوټ ښارته څېرمه او د چارچينو په ولسوالۍ کې  بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د هېواد د هوايي ځواکونو په دغو هوايي بريدونوکې ١٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل: په دغو وسله والو طالبانو د دوى په پټنځيوکې بريدونه وشول .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: په دغو بريدونوکې د طالبانو درې پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
ختم عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته