سیاست

د تماس ډلو لومړنۍ کتنه په قطر کې ترسره وشوه

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو ترمنځ د " تماس ډلو" تېره شپه خپله لومړنۍ غونډه جوړه کړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په قطرکې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم وردکګ تېره شپه ويلي دي چې د تماس ډلې په لومړۍ غونډه کې د راتلونکو غونډو د کاري اصولو او مهال وېش په اړه خبرې وشوې.
سره له دې چې هغه نه دي ويلي چې په دغو خبرو کې په دقيقه توګه کومې مسئلې شاملې دي؛ خو د دوحې په غونډه کې يو کتونکى فيض محمد ځلاند وايي چې د تماس ډلو خبرې تراوسه نه دي بشپړې شوې.
هغه زياته کړې ده چې د تماس ډلې د دواړو لورو د تخنيکي ستونزو د حل کولو او د خبرو د پيل او پاى د مديريت په اړه خبرې وکړې.
وروستۍ خبرې چې د اجنډا برابرول دي؛ تراوسه نه دي بشپړې شوې.
په دواړو لوريو کې د سکرتريتونو د تشکيل او مهال وېش د برابرولو په اړه خبرې شوې دي.
د افغانستان حکومت د مرکچي پلاوي يو غړي نادر نادري هم ويلي دي چې د خبرو اترو د مهال وېش او نورو مسئلو په اړوند په خبرو کې پرمختګ شوى دى.
نادري هم په دې اړه په خپل ټويترکې زيات جزئيات نه دي ورکړي.
تمه کېږي دغه خبرې اترې چې يوشمېر بهرنيو مقاماتو او د نړيوالو سازمانونو استازو يې تاريخي بللې دي؛ په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسولو سبب شي.
د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي يو غړى مولوي عنايت الله بليغ وايي چې د دواړو لورو موخه د افغانانو د وژلو پاى ته رسول دي.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته