کابل / باختر د تلې د مياشتې ١٥ :
په بغلان ولايت کې د کندز ولايت ټپيانو ته د وينې ورکولو کمپاين پيل شو.
د بغلان ولايت دعامې روغتيامي په رياست کې ددغه کمپاين د تنظيمولو مسوول ډاکتر حبيب فورمولي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې تراوسه پورې ددغه ولايت يو زيات شمېر اوسيدونکي د وينې ورکولو لپاره راغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ويل کيږي په کندزکې د وروستيو جګړو له امله ملکي وکړو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ