امنیت

امنيتي ځواکونو دچارريکارو _ باميان دعمومي واټ دتړل کيدو مخه ونيوله .

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
په پروان ولايت کې  دپوليسو ځواکونو تيره شپه دچاريکارو _ باميان دعمومي واټ  دتړل کيدو مخه ونيوله .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ  مطبوعاتي مسوول باختر اژانس ته  وويل يوې ډلې  وسله والو طالبانو غوښتل د شيخ علي ولسوالۍ ددره تور يج په ساحه کې  دچاريکارو _ باميان عمومي واټ وتړي او دخلکو د تګ راتګ  مخه ونيسي ، چې دامنيې قوماندانۍ  دپوليسو له سخت مقاومت  سره مخامخ شول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل  چې دپروان ولايت  په سياه ګرد  ولسوالۍ  کې دعامه نظم  دميشتو پوليسو او دشيخ علي ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دپوليسو په ګډو هڅو سره دطالبانو په وړاندې ترسره شو پوليسو ددښمن دلارې دتړلو پلان شنډ کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته