کابل / د وري ٣٠مه / باختر
ديارلس وسله وال طالبان په پکتيا کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول او ٢٢ نوريې ټپيان شول .
جګړې د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهير کې د لجه منګل او زرملې ولسواليو په ځينو سيموکې رامنځته شوې دي .
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ جګړې پر امنيتي پوستو د طالبانو له بريد وروسته رامنځته شوې دي.
د پکتيا يوه امنيتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې په جګړوکې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٢ نور يې ټپيان شوي دي.
ويل کېږي په وژل شويوکې د طالبانو درې قوماندانان هم شامل دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم – ج – اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ