سیاست

تبصره

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٣
جمهور رييس غني په انتخاباتي نظام کې اصلاحات يو حتمي کاربولي او دا ښيي چې د افغانستان حکومت په انتخاباتي کميسيونونوکې داصلاحاتو د راوړلو لپاره جدي اراده لري.
دباختر آژانس مبصر ليکي:
د هيواد د اساسي  قانون له صراحت سره سم د ملي شورا کار د روان کال د چنګاښ په مياشت کې پاى ته رسيږي. په داسې حال کې چې د ملي شورا د کار له پاى ته رسيدو څخه دوه مياشتې مخکې بايد په هيوادکې پارلماني انتخابات ترسره شوي واى، خو د ولسي جرګې د غړو د انتخابولو لپاره د انتخاباتو د ترسره کولو څرک نه ليدل کيږي او دې کار د هيواد په دننه او بهرکې انديښنې پيدا کړې دي او د انتخاباتو نه ترسره کيدل کيداى شي په افغانستان کې په ځوانې دموکراسۍ يو ګوزار وي.
په دې وروستيو وختوکې کابل د افغانستان په باب د تماس د نړيوالۍ ډلې د غړو کوربه و. په دې غونډه کې برخه والو غړو په افغانستان کې د امنيت او اقتصاد په ګډون د مسئلو ترڅنګ، د انتخاباتو ترسره کول يوه اړتيا وبلله او د انتخاباتي نظام په اصلاح باندې ټينګار وشو او په افغانستان کې د انتخاباتو له بهير سره د نړيوالې ټولنې د مالي مرستو دوام په انتخاباتي بنسټونوکې د اصلاحاتو په راوړلو پورې اړوند وبلل شول.
د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي مايکل کخ چې د افغانستان لپاره د تماس د نړيوالې ډلې مشرتوب هم په غاړه لري؛ وايي چې د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو کميسيون دې بايد ډير ژرخپل کار پيل کړي او د ملي وحدت حکومت دې بايد په خپلې دغې ژمنې وفا وکړي، ځکه د دغه هيواد د انتخاباتوله بهير سره د نړيوالې ټولنې مرستې به د موافقه ليک د شرايطو له مخې په دې برخه کې دملي وحدت د حکومت په جوړيدو سره ترسره شي.
د تفاهم ليک يوه ماده چې په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت د جوړيدو سبب شوه؛ په انتخاباتي کميسيونونوکې د اصلاحاتو د راوړلو ژمنه ده.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى هم د آلمان له ځانګړي استازي سره ورته خبرې لري.
د دغو دوو جګپوړو ډيپلوماتانو خبرې د دې څرګندوى دي چې نړيواله ټولنه د افغانستان په انتخاباتي نظام کې په اصلاحاتو باندې ټينګار لري او دا د ملي وحدت حکومت دى چې بايد په دې برخه کې لا زيات فعال شي او د سياسي فعالانو او د مدني ټولنې د فعالانو ترمنځ شته انديښنې او د دغه راز د نړيوالې ټولنې هغه انديښنې چې په افغانستان کې د نوې دموکراسۍ د ملاتړ ژمنه يې کړې ده؛ پاى ته ورسوي.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس په افغانستان کې د تيرو انتخاباتو ترسره کول له دغه بهير سره د نړيوالې ټولنې په ملاتړ پورې اړوند وبلل. دى د دغه پروګرام  مالي لګښت ٨٠ مليونه ډالره بولي، په داسې حال کې چې نړيواله ټولنه د مالي لګښت له ورکولو مخکې په اصلاحاتو باندې ټينګارکوي.
دغه خبرې په داسې حال کې کيږي چې په افغانستان کې هم په انتخاباتي نظام کې د بدلون لپاره اراده شته او جمهور رييس غني څه موده مخکې په دې اړوند يو کميسيون موظف کړ. په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو د راوړلو په مقصد د کميسيون ګومارل د خلکو د هرکلي وړ وګرځيدل، خو بيا هم د دغه کميسيون د عملي کار نه پيل نارې سورې را وپارولې.
خو يوه جګپوړي افغان مقام د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ( حکمت خليل کرزي) د دغو انديښنو په ځواب کې ويلي دي چې د کميسيون کار به په ډير لنډ ممکن وخت کې پيل شي.
ده تخنيکي، لوژيستيکي او بوديجه وي ستونزې د يو چلنج په توګه وبللې چې د کميسيون د کار د پيل مخه يې نيولې ده، په داسې حال کې چې دولت د دغه شان چلنجونو د لمنځه وړلو په لټه کې دى.
په همدې حال کې محمد اشرف غني هم ټينګار کړى دى چې د افغانستان په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو راوړل يو حتمي کار دى او حکومت د دغه شان اصلاحاتو د راوړلو لپاره جدي اراده لري.
سره له دې چې په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو د راوړلو په برخه کې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ژمنې له هيلو ډکې دي؛ خو خلک هيله لري چې په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو اوږده لاره لنډه شي چې په هيوادکې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره زمينه برابره شي او خلک په هيوادکې د دموکراسۍ او ولسواکۍ د ساتنې لپاره خپل باور او اعتماد پياوړي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته