
کابل، د زمري ۲۴مه، باختر
د ټولګټو چارو وزارت، د وروستیو تېزو اورښتونو او سېلاوونو د راوتلو له امله په روزګان، لغمان او کاپیسا کې د ترافیکو پر مخ د ځینو لارو د بندېدو خبر ورکړی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي شوي چې د روزګان د خاص روزګان ولسوالۍ په چکه جۍ سیمه او د ګېزاب ولسوالۍ په لویه دره کې لارې د ترافیکو پرمخ بندې شوې دي. دغه راز د دغه ولایت مرکز ته نږدې د آوانو او ګرما پلونه هم د اوبو د ډېروالي له امله زیانمن شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د لغمان اړوند د کابل ـ جلال آباد لویه لاره چې د سېلاوونو د راوتلو له امله د ترافیکو پرمخ بنده شوې وه، خلاصه ده، خو د پاکولو کار یې دوام لري.
همدا رنګه، د کاپیسا د مرکز محمودراقي ښار اړوند په کرتاز سیمه کې، سېلاوونو یو پل ویجاړ کړی او لاره د ترافیکو پرمخ بنده ده. په ورته وخت کې، د پروان ـ بامیانو تګلوری هم د شینوارو او سیاګرد ولسوالیو په اړوندو سیمو کې بنده شوې ده.
د ټولګټو چارو وزارت یادونه کړې چې د یادو ولایتونو د ټولګټو ریاستونه هڅه کوي چې د حالت په ښه کېدو سره، ټولې بندې لارې د خلکو د ترافیکو پرمخ پرانیزي او له هېوادوالو یې غوښتنه کړې، چې د یادو لارو تر پرانیستلو او تر بلې خبرتیا پورې دې پر یادو تګلوریو تګ راتګ و نکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې، د سختو اورښتونو او سېلاوونو د راوتلو له امله خلکو ته زیات مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي او زیانمنې شوې کورنۍ له اړوندو مرستندویو بنسټونو څخه غواړي چې په وخت او عملي ډول ورته مرستې ورسوي.
د خپاره شويو رپوټونو له مخې، په پروان کې د پروني سېلاوونو د راوتلو له امله ۳۱ تنه شهیدان شوي، ۱۷ ټپیان او تر ۱۰۰ ډېر کسان ورک شوي دي.
وهاج