ښوونه او روزنه

په لوګرکې یو نوی ښوونځی جوړ شو

کابل باختر   د غبرګولي ۲
د لوګر ولایت د برکي برک په ولسوالۍ کې پرون یو منځنی ښونځی جوړ شو .
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د بي بي عایشې صدیقې ښوونځی د دغه ولایت د برکي برک ولسوالۍ د حضرت په کلي کې  فعال شو.
ده زیاته کړه چې دغه نوی ښوونځی په یو وخت کې د نجونو او هلکانو په ګډون د درې سوه زده کوونکو ظرفیت لري چې تر اوسه پورې یو سلو شل تنه زده کوونکي جزب شوي دي .
د یادونې وړ ده چې همدا اوس په برکي برک ولسوالۍ کې درې څلویښت ښوونځي شته   او د اتو زرو نجونو په ګډون شپږ ویشت زره زده کوونکې په کې په زده کړه بوخت دي.
سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته