امنیت

په روزګان او زابل کې طالبانو ته د سر درانده زيانونه

کابل/دتلې۲۸مه/باختر
په روزګان او زابل کې د طالبانو پر سنګرونو د پوځيانو په بريدونوکې ١٢ ډار اچوونکي ووژل شول او ٦ نوريې ټپيان شول.
پر دغو طالبانو په تېرو ٢٤ساعتو کې  له هوا او ځمکې څخه بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په بريدونوکې ١٢ وسله وال طالبانو ووژل شول او ٦ نوريې ټپيان شول. 
هغه وويل چې وسله والو طالبانو په روزګان او زابل کې په خپلو پټنځيوکې د ډار اچوونکو فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول.
ويل کېږي په بريدونوکې د طالبانو سنګرونه ويجاړ شوي دي.
ختم- عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته