نړۍ

روسيه له طالبانو سره اړيکو ته دوام ورکوي

مسکو ايرنا  باختر دغبرګولي دمياشتې ١٠ :  
دافغانستان په  چارو کې دروسيې د جمهوررئيس ځانګړي استازي او ددغه هېواد دبهرنيو چارو وزارت ددويمې  آسيايي  عمومي ادارې رئيس اعلام وکړ  چې دملااختر محمد منصور  له وژل کيدو  او  ددغې ډلې  دمشر په توګه  دملاهيبت الله  آخندزاده له ټاکنې وروسته له طالبانو سره اړيکوته دوام ورکوي.
دايرنا دخبرله مخې :  ضميرکابلوف دايزويستا ورځپاڼې سره  په مرکه کې وويل  که څه هم  دطالبانو نوى مشر آخندزاده   دمعتدل دريځ خاوند بلل کيږي   خو يو پوځي قوماندان نه دى   او په زيات احتمال سره   ځان په جنګي مسئلو پورې اړوند نه بولي  او  په نتيجه کې يې د سراج الدين حقاني او دقيوم  ذاکر په شان اشخاص  د جګړو برخليک ټاکي.
ده زياته کړه چې موږ  دافغانستان دملي پخلاينې دبهير دپرمخ بيولو او دروسيې  دملي امنيت دتامينولو لپاره له طالبانو سره اړيکو ته دوام ورکوو.
دروسيې دسيمه ييزو مسئلو دانستيتوت لوى مدير ديميتري ژوراولف هم
دايزويستا  ورځپاڼې ته وويل چې ښايي  طالبان  يوه ورځ د خبرو ميز ته  حاضر شي .  خو دا کار  موافقې ته درسيدو لپاره دليوالتيا مانا نلري .
اخندزاده نه شي کولاى ددغې ډلې دريځ بدل کړي اوله بله پلوه په پا کستان کې ځينې کسان په افغانستان کې د بې ثباتۍ له  دوا م سره علاقمندي لري .
مخکې له دې دروسيې دبهرنيو چارو وزارت وياندې  ماريازاخارووا  دامريکا له خوا دطالبانو دمشر ملااخترمحمدمنصور دوژل کيدودعواقبو په نسبت ، دافغانستان دثبات لپاره خبردارى ورکړى و او اعلام يې وکړ چې  دغه پيښه  دوسله والو طالبانو دډلې دلازيات  تندلاري  کيدو سبب کيږي.
ده دغه راز دافغانستان په باب دامريکا په کړنو نيوکې وکړې او ويې ويل چې له بده مرغه ددې شاهدان  يو چې امريکا  دتکرارې شوې سناريو له مخې لومړۍ له يوې ډلې سره خبرې کوي او وروسته مرکچيان وژني .
دامريکا ددفاع وزارت دتيرې يکشنبې په ورځ اعلام وکړ چې   دملااخترمحمد منصور دسپرلۍ په موټر يې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ پولې ته څيرمه بريد کړى دى    چې تائيد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته