ټولنه

په دايکنډي کې يو ١٨ کلن ځوان ځان وواژه

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٣
د دايکنډي ولايت د سنګ تخت ولسوالۍ په سيب جوى کلي کې پرون يو ١٨ کلن ځوان ځان زندى کړ او خپل ژونديې پاى ته ورساوه.
د دايکنډي ولايت مطبوعاتي مسوول عبدالکريم سروش دباختر آژانس خبريال ته وويل: دسيمه ييزو خبرځايونو دڅرګندونو له مخې کورنۍ ستونزې د دغې ځان وژنې زيږنده دي .
خبرځاى وويل : دغه ځوان له يوې نجلۍ سره مينه لرله او خپل پلار ته يې وړانديز کړى و چې د نجلۍ له کورنۍ څخه د هغې دګوژدن غوښتنه وکړي، خو د ده غوښتنې ردې شوې چې په پايله کې دغه ځوان په دغه اقدام لاس پورې کړ او د خپلې کورنۍ په وړاندې يې ځان زندى کړ او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته