امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان په هرات ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول.

هرات – باختر دکب دمياشتې ١١
د  محمد عارف په   مشرۍ   يوولس   تنه  وسله طالبان   پرون په   هرات   ولايت کې  دسولې له بهير يوځاى شول.
دهرات والي سيد فضل الله واحدي دباختر آژانس خبريال ته وويل :  دغه کسان چې دهرات ولايت   د کشک رباط   سنګي ولسوالۍ په مربوطاتو کې په   ورانکارو او دولتي ضد فعاليتونو بوخت وو  د ملي روغې جوړې  دتګلارې په ريښتينوالۍ په پوهيدو سره له جګړې او   ورور   وژنې څخه لاس واخيست او د  سولې له بهير سره يوځاى شول.
د واحدي دڅرګندونو له مخې :   دغو کسانو خپلې   وسلې هم  دولت ته  وسپارلې .
له دولت سره يوځاى شوي کسان غواړي له دې وروسته دافغانستان په  بيارغاونه او پرمختيا او دانتخاباتو په بهير کې ونډه  واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته