کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ٢١ :
يو سړي دښاري ابتدائيه محکمې له خوا په يوې ميرمنې دتيري دنيت په تور په يوکال اوشپږ و مياشتو بند محکوم شو.
تورن څه موده مخکې په يوې ميرمنې دتيري نيت کړى و چې پزه يې دميرمنې دخپلوانو له خوا غوڅ کړاى شوې وه .
سره له دې چې تورن دميرمنې دخپلوانوله خوا په ډزو سره ټپي شوى هم و ، دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شو او ترپوښتنې لاندې و.
تورن دښاري ابتدائيه محکمې د جزا دديوان په قضايي علني غونډه کې محاکمه اوپه يو کال اوشپږو مياشتو بند محکوم شو .
دهرات دښاري ابتدائيه محکمې رييس قضاوتمل غلام رسول منصور چې ددغې قضايي علنې غونډې مشرتوب يې په غاړه درلود وويل : دغه راز څلور تنه حرفوي غله هم هريو له يوکال څخه تر دوو کلونو اوشپږو مياشتو پورې په بند محکوم شول .
1 1 دقیقه لوستل