۱۰۰ ورځې

خلک دخپل راتلوونکي برخليک دټاکنې لپاره زياته علاقمندي لري.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دکابل ښار  د دولسمې ناحيې  دارزاق بيه پروژې دقيام الدين کشاف په ليسه کې يو زيات شمير خلک په اوږدو ليکو کې ولاړ دي چې خپله رايه وکاروي اوله دې لارې دافغانستان دخلکو په ملي جشن کې ونډه واخلي .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
په دې مرکزکې د رايې ورکولو اوږدې ليکې جوړې شوې دي  او رايې ورکوونکي  دومره ليوال دي  چې آن  دغه مرکز دسهار تراوو بجو اوپنځلسو دقيقو پورې  خلاص نه شو ،خلکو په مسوولينو انتقادونه وکړل .
له ناسمو اټکلونو سره  سره  د رايې ورکولو په لومړيو شيبو کې درايو ورکولو په
مرکزونو کې دخلکو  شتون  ښيي چې خلک  دخپل راتلوونکي برخليک دټاکنې په نسبت زيات ليوال دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته