
کابل ،د غبرګولی ۳۱مه، باختر
د روزګان په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې ۱۶۰۰ کسانو ته د کار زمېنه برابره شوې ده . دغه کسان د UNFAO موسسې په مالي او ANCC موسسې په تخنیکي همکارۍ هره ورځ د خپلې سېمې ویالې پاکوي او په بدل کې یې پیسې ترلاسه کوي.
ځايي چارواکي وايي، چې دغه پروژه به شل ورځې دوام ولري او هر کس ته به د شلو ورځو کار په بدل کې د سلو-سلو امریکايي ډالر معادل افغانۍ ورکړل شي.
د ویالو او کانالونو په پاکېدو بوخت دغه کلېوال تر ډېره هغه کسان دي چې کاروبار یې نه لاره؛ خو د کورنۍ د ګټي وټې مسوولیت ور په غاړه دی.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې په دغه ولایت کې پر ۵۰۰ کورنیو د UNHCR په مالي ملاتړ او د WDAN په تخنیکي همکارۍ نغدې پیسې وېشل شوې وې. چارواکي وايي، چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۴۲۰ امریکایې ډالر وېشل شوي و.
صدیقي