سیاست

بريتانيا خپل يو زيات شمېر عسکر له افغانستان څخه باسي

کابل باختر دتلي  څليرويشتمه
بريتانيا پلان لري چې په راتلونکې کې کال خپل زرګونوتنه عسکر له افغانستان څخه وباسي .
دباختر اژانس دخبر له مخې: دبريټانيا ددفاع وزير فليب هاموند وايي چې لندن  دغه راز پلان لري چې د روان کال تروروستيو وختو پورې نږدې پنځه سوه  تنه بريتانوي  عسکر له افغانستان څخه وباسي
دبريتانيا ددفاع وزير وويل: دا جوته ده چې موږ غواړو د٢٠١٤ کال ترپايه پورې په افغانستان کې خپل محاربوي رول  پاى ته  ورسوو او له دې سره جوخت ديوې پراخې افغان اردو او پوليسو په روزنې او سمبالولو بوخت يو.
فليب زياته کړه چې دى په افغانستان کې له امنيت سره دمرستې، دنړيوالو ځواکونو يا ايساف د دوى دقوماندان په حالت اومفکوره کې يو بدلون تشخيصوي چې ددې څرګندوي دي  چې د راتلونکې کال ترپايه پورې له افغانستان څخه ديو زيات شمير ځواکونوکمښت شونې دي .
بريتانيا له امريکا رووسته په افغانستان کې زيات شمېر پوځيان لري چې زياتره يې په هلمند ولايت کې ډيره دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته