غزني – باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
په غزني ولايت کې پرون د درندې وسلې د يوې سرګلولې دچاودنې له امله پنځه تنه ماشومان ټپيان شول .
دغزني ولايت مرستيال محمد علي باختر آژانس ته وويل :
پنځه تنه ماشومان چې له پنځه کلنۍ څخه ترنهه کلنۍ پورې وو د غزني ښار په بلا حصار ساحه کې هغه وخت ټپيان شول چې د درندې وسلې يوه سرګلوله وچاوديده.
دغزني ولايت دعامې روغتيا يوه مسوول ددغو ټپي ماشومانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ