کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
د ترکيې په دوو ښارونوکې د آريانا-افغان هوايي شرکت نمايندګۍ په رسمي ډول جوړې شوې .
دباخترآژانس دخبر له مخې: دغه نمايندګۍ د سپرليو او د سوداګرو د مالونو په ليږدونه کې د اسانتياوو د برابرولو په مقصد د ترکيې د استانبول او انقرې په ښارونوکې جوړې شوې دي .
د آريانا-افغان هوايي شرکت چې په هيوادکې يوازنى دولتي هوايي شرکت دى؛ دبوئينګ او ايربس له الوتکو څخه په ګټې اخستنې سره په هره الوتنه کې د ١٤٠ تنو سپرليو او د دولسو ټنو بار دليږدونې ځواکمني لري او انقرې او استانبول ته په اوونۍ کې دوه الوتنې ترسره کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ