امنیت

په ننګرهار کې د طالبانو برید په شا وتمبول شو

کابل/ د غبرګولي ٢٥ مه / باختر
د ننګرهار د والي ویاند وايي چې تېره شپه د خوږیاڼي ولسوالۍ په توره ژوره او سره غونډۍ کلیوکې د ولسي پاڅون او سرحدي پولیسو پر پوستو د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول.
عطاالله خوږیاڼي وویل چې طالبانو په دغو بریدونه سره له سخت مقاومت سره مخ شول او د سر زیان په ورکولو سره له ساحې څخه وتښتېدل.
د یو بل خبر له مخې:
پوځیانو څو ماینونه د ننګرهار د خوږیاڼیو ولسوالۍ په کږې بازار او چوني کلیو او د شینواري ولسوالۍ په ګولايي ساحه کې کشف او شنډ کړل.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته