ټولنه

په هېواد کې دسولې د ټينګښت په خاطر د ښځو ورزشي سيالۍ ترسره شوې

کابل باختر د وري اوومه :
په سرپل ولايت کې يوشمير ښځينه ورزشکارانې په هېواد کې دسولې دټينګښت لپاره دځغاستې سيالى ترسره کړې .
دغو ورزشکارو ښځو دسرپل ښار په لوبغالي کې دسولې دټينګښت لپاره د ځغاستې سيالي ترسره کړې .
  دسرپل ولايت  دښځو دورزشي کميټې مسوولې  بريښنا هژير باختراژانس ته وويل  چې دوى دغه پروګرام  دښځو  دورزشي ودې او دسولې په ټينګښت کې دښځو درول په خاطر ترسره کړي دي .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې، په دې سيالى کې  سلو تنو ورزشکارو ښځو ګډون کړي و ، چې دسولې دټينګښت لپاره څو کيلومتره  وځغاستل .
دسرپل والي عبدالقادر اشنا په دې مراسمو کې  له ښکيلو لورو څخه وغوښتل  چې جګړې او ورور وژنې ته  نه ووايي . او په هېواد کې دسولې دټينګښت لپاره هلې ځلې  وکړي . او خلکو ته ددوامدارې ارامى زيرې ورکړي
له لومړى مقام څخه تر لسم مقام پورې ددغوسياليو  ګټوونکو ته  دښځو دچارو رياست  او دښځو دورزشي کميټې له خوا ستاين ليکونه اومډالونه ورکړل شول
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته