روغتیا

په کندزکې د بې سرحده ډاکترانو فعاليت بيا پيل شو

کندز باختر دزمري دمياشتې  ٢  :
په کندز ولايت کې د بې سرحده ډاکترانو روغتون بيا پرانستل شو.
دغه روغتون څه ناڅه دوه کاله مخکې د امريکايي جنګي الوتکو په خونړيو بمباريوکې ويجاړ شو او خپل فعاليت يې بند کړ.
په دې  هوايي بريدکې چې د طالبانو له خوا د کندز ښار د نيولو په وخت کې ترسره شو، د دغه روغتون څو تنه ډاکتران او کارکوونکي ووژل شول.
د بې سرحده ډاکترانو د پروژوې يوه مسوول باختر آژانس خبريال ته وويل چې د کندز روغتون ټولې ويجاړې شوې برخې بيا رغاول شوې دي او دغه روغتون اوس بيا د ناروغانو په درملنه پيل کړى دى.
ده دغه راز په افغانستان کې د جګړو له ټولو لورو څخه وغوښتل چې روغتيايي مرکزونو ته د زيان له رسولو څخه دې ډډه وکړي.
په همدې حال کې په کندزکې د بې سرحده ډاکترانو د روغتون پرانستل د کندز  خلکو له هرکلي سره مخامخ شوي دي.
اووه کلن ماشوم جواد چې خپله يوه پـښه يې په کندزکې د طالبانو د ماين په چاودنه کې له لاسه ورکړې ده، وايي: په کندزکې هيڅ روغتون د بې سرحده ډاکترانو د روغتون په اندازه ناروغانو ته ښه خدمت نه کوي.
دى وايي چې که چيرې په کندزکې د بې سرحده ډاکترانو روغتون نه واى، ممکن دى د خپلو ټپونو د ژورتيا له امله مړ شوى واى.
سيمه ييز مسوولين هم په کندز کې د بې سرحده ډاکترانو د روغتون دبيا پرانستلو هرکلى کړى دى او ويلي دي چې په ټول توان سره به د دغه روغتون او د هغه د کارکونکو د امنيت د تامينولو په خاطر هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته