کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر
افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې د دوو خصوصي روغتونونو ته در درملنې په موخه ور وپېژندله.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د دوو خصوصي روغتونونو او افغاني سرې میاشتې تر منځ د هوکړې له مخې به ۳۱ تنه ماشومان، چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې ونیول شي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د دغو ناروغانو د درملنې او عملیاتو ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې افغاني سرې میاشتې تېرو ۱۶ میاشتو کې ۲زره ۵۵۶ ماشومان خصوصي روغتونونو ته د درملنې په موخه ورپېژندلي دي.