امنیت

په روزګان کې دماين دچاودنې له امله دشپږو تنو ماشومانو ټپي کيدل .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
په روزګان ولايت کې دماين دچاودنې له امله شپږ تنه ماشومان ټپيان شول
په دغو ماشومانو نن سهار دروزګان ولايت په يوه کلي کې ماين وچاوديد .
په روزګان ولايت کې دپوليسو  يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې شپږ تنه ماشومان ټپيان شوي دي .
تراوسه پورې ددغې چاودنې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى  خو سيمه ئيز مقامات وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل بولي .
په همدې حال کې ديوه روغتيايي مرکز ډاکترانو په دې پيښه کې ددريو تنو ټپي ماشومانو روغتيايي حالت خراب بللى دى
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دملي اردو پوځيان په تيرو څلورويشتو ساعتو کې  داوو ماينونو په کشف او شنډولو بريالي شوي دي
پوليس وايي  چې طالبانو دغه ماينونه دروزګان ولايت په سړکونو او لارو کې ښخ کړي و خو دسيمې داوسيدونکو په همکارۍ دغه ماينونه دملي اردو دځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته