سیاست

د ملي ارزښتونو پالل او پياوړي کول

کابل/ د مرغومي۱۰ مه/ باختر
په دغو وروستیو ورځوکې په ننګرهار او همدارنګه یو شمېر نورو ولایتونو کې د سیمه ییزو چارواکیو او مدني فعالانو په نوښت، زیار او هڅو د نورو هېوادونو د پیسو پر ځای د خپلو ملي پیسو یانې افغانیو د کارولو کمپاین پیل شوی دی. هېوادوالو د دغه کمپاین تود هرکلی کړی او د دغه بهیر د لا پراختیا او پياوړتیا لپاره یې خپل بشپړ تیاری او کلک هوډ څرګند کړی دی. دا جوتوي چې افغانان له خپلو ملي ارزښتونو سره مینه لري، هغه پالي او د لا پياوړتیا لپاره یې کار کوي.
د باختر آژانس سیاسي مفسر د ملي ارزښتونو د ساتلو، پاللو او لا پياوړي کولو اړتیا او اهمیت ته کتنه کړې ده او لیکي:
تپل شویو جګړو، کورنیو سیاسي ناخوالو او راز راز بهرنیو لاسوهنو د افغانستان اقتصادي بنسټونه ونړول، ځوان صنعت خاورې ایرې شو، کرهڼه هم ډېره زیانمنه شوه، ویالې، بندونه، کانالونه او د  خړوب نور سیستمونه ویجاړ شول، کرنیزې ځمکې شاړې شوې، باغونه وچ شول، مالداري هم ګډه وډه شوه. لنډه دا چې د ملي اقتصاد ټولې برخې زیانمنې شوې، د هېواد اقتصاد په بشپړه توګه مصرفي او استهلاکي شو او د ګاونډیو او نورو هېوادونو پر کرنیزو او صنعتي تولیداتو متکي شو.
افغانیو هم د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړ او په پلور او پېر او همدارنګه نوره راکړه ورکړه کې یې خپل ځای ورو ورو بهرنیو پیسو ته پرېښود. حالت تر داسې بریده ورسېد چې که به د هېواد ځینو سیمو ته لاړې نو تا به فکر نه کاوه چې ګنې دا د افغانستان خاوره ده، بلکې دا د کوم بل هېواد خاوره ده، ځکه هلته به چا په افغانیو پلور او پېر نه کاوه.
څرګنده خبره ده چې دغه راز وضعیت د ملي ارزښتونو له لیدلوري د زغم وړ نه و او بدلون ته یې اړتیا لرله. شک نشته چې په دې کې ګڼ اقتصادي لاملونه هم نقش لري او تر هغو چې د دغه راز اقتصادي لاملونو بېخچنه چاره ونه شي، دا بهیر به ورو او ټکنی وي.
د بېلګې په توګه د وارداتو او صادراتو تر منځ انډول، چې اوس له بده مرغه د افغانستان په زیان دی نه په ګټه. باید دا انډول بدلون ومومي او د هېواد صادرات ډېرشي او دا هغه مهال امکان لري چې زموږ کورني تولیدات پراختیا ومومي.
د کورنیو تولیداتو د پراختیا لپاره باید د هېواد زراعت، مالدرای، بڼوالي او همدارنګه صنعت وده وکړي. دا هم د حکومت او هم د خصوصي سکتور دنده ده چې په دغو برخو کې پانګونه وکړي او د ودې او پرمختګ لپاره یې ستراتېژیک پلانونه برابر او عملي کړي. خو د دې خبرې مانا دا نه ده چې د دغه راز ستراتېژیکو پلانونو د جوړولو او عملي کولو تر وخته دې هېڅ هم ونه شي او ټول دې لاس تر زنې لاندې کېني.
د ملي ارزښتونو ساتل، پالل او پیاوړي کول د ټولو ګډ ملي مسوولیت دی. د سیاسي سیستم یو مکلفیت دا دی چې باید ملي ارزښتونه وساتي، ویې پالي او ملاتړ یې وکړي.  باید د هر هغه نوښت او ګام هرکلی وشي چې د ملي ارزښتونو د ساتلو، پاللو او پیاوړي کولو لپاره پورته کېږي.
د افغانیو کارولو ته باید د یو ملي ارزښت په توګه وکتل شي او د دغه پیل شوي بهیر غوڅ او هر اړخیز ملاتړ وشي.
پاى/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته