خبرونهاقتصادټولنه

د بغلان – سمنګان د څه باندې ۱۷ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې بشپړېدو ته نژدې شوي

کابل، د لېندۍ ۱۳ مه، باختر

د بغلان د ټولګټو ریاست له لوري د بغلان – سمنګان د لویې لارې د بیارغونې چارې روانې او مسوولین وايي چې دغه چارې بشپړېدو ته نژدې شوې دي.

د بغلان د ټولګټو ریاست د کار او ودانیزې برخې آمر انجنیر اسماعیل انصاري وايي چې د سمنګان – بغلان د ۱۷.۹ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې د څه کم شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د ټولګټو ریاست له لوري پیل شوي او په دې بیارغونه کې  د ۳ پلګوټو بیاجوړول هم شامل دي.

انصاري زیاته کړه  د دې پروژې چارې بشپړېدو ته نژدې شوي او په کمه موده کې به یې چارې بشپړې شي.

په ورته مهال نصرالله او میرولي د بغلان – سمنګان د لویې لارې موټرچلوونکي وايي، چې د دې سړک په جوړېدو سره به موټرچلوونکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته