
کابل باختر د وري لسمه :
اته تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره په نويو نښتو کې ووژل شول .
جګړې نن سهار دچارچينو په ولسوالۍ کې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دوسله والو طالبانو له بريدونو وروسته ونښتې .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دى وايي چې په دغو بريدونوکې وسله والو طالبانو ته دسردزيان داوښتو ترڅنګ د هغوى څو سنګرونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ عطاالله _ اکرم