کابل باختردلړم دمياشتې٢١نيټه :
د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو معينې ميرمن عادلې راز پرون په کابل کې د اسلامي همکاريو سازمان له سفير سره وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دواړو لورو د ژنيو کنفرانس له په پام کې نيولو سره، د افغانستان او د اسلامي همکاريو په سازمان پورې د اړوندو موضوعګانو په باب خبرې اترې وکړې.
د اسلامي همکاريو د سازمان سفير د ژنيو د بهرنيو چارو د وزيرانو په کنفرانس کې د اسلامي همکاريو د سازمان د عمومي منشي د ګډون په اړوند د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي معينې ته خبر ورکړ .
دغه راز دواړو لورو د ژنيو کنفرانس ترڅنګ د غونډو په ګډون د کنفرانس د څرنګوالي او جزئياتو په باب خبرې اترې وکړې.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل