نړۍ

دامريکا دبهرنيو چارو وزيره به دافغانستان په باب دتوکيو په کنفرانس کې ګډون وکړي .

واشنګتن دامريکا غږ د جوزا دمياشتي٢٤ نيټه :

دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنتن ويلي دي  چې دافغانستان په باب دجاپان  په نړيوال کنفرانس کې به ګډون وکړي .

ټاکل شوې ده    دغه کنفرانس دروان کال دچنګاښ دمياشتې په اتلسمه نيټه  دجاپان په پايتخت توکيو ښارکې جوړشي .

ميرمن کلنتن وايي  ټاکل شوې ده  په دې کنفرانس کې  دښې حکومتوالي ، داقتصادي پرمختيا دلرليد ،. عامې روغتيا اودښوونې او روزنې  دچارو دښه والي دلارو چارو په باب غور وشي .

دتوکيو په کنفرانس کې   له هغه وروسته چې بهرني ځواکونو له افغانستان څخه وځي ، ددغه هيواد په وړاندي نړ يوالې ژمنې هم روښانه کيږي .

په همدې حال کې دافغانستان  دولت هيله لري چې نړيواله ټولنه  دتوکيو په کنفرانس کې  له ٢٠١٥ کال  وروسته دلسو کلونو لپاره له افغانستان سره  دمرستې په برخه کې خپلې  مشخصي ژمنې وړاندي کړي .

دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې ميرمن کلنتن  دماساچوست ايالت  په پوهنتون کې دخبرو په وخت کې وويل  ترهغه وخته پورې چې  دافغانستان خلک او حکومت زموږ مرستو ته اړتياولري موږ تياريو چې نه يوازې دامنيت په برخه کې بلکې  دپرمختګ اوپراختيا په برخو کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکړو.

دامريکا متحده ايالات غواړي د ٢٠١٤ کال ترپاى پورې  خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي .

ميرمن کلنتن وايي  طالبانو دښځو حقوق سخت محدود کړى و اوله ٢٠٠١ ميلادي کال را په دې خوا چې دطالبانو رژيم ړنګ شو  افغان ښځې ديادونې وړ برياليتوبونه لري  .

 دامريکادبهرنيو چارو دوزيرې دڅرگندونوله مخې په داسې  هيواد کې چې دترانسپورت  په اړوند په ډير بد حالت کې دى  او دميندو دمړينې سبب کيږي دا دى  په دې برخه کې ستر پرمختګ دټولو دحيرانتياسبب شوى دې او نړيوال روغتيايي سازمانونه يې ستايي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته