امنیت

په تخارکې ١٥٠ پوځيانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

کابل /د تلي ٢٨مه /باختر
د اسلامي امارت ١٥٠ تنه ځواکونه په تخار کې له پوځي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د اسلامي امارت د ځانګړي قطعي قوماندان مولوي حذيفه د باختراژانس خبريال ته وويل: دغوځواکونو په لنډ مهال ډول ځانګړي پوځي زده کړې کړي دي.
هغه زياته کړه، دغه ځواکونه د خلکو د امنيت د تامينولو او د پولو د ساتنې په خاطر ګومارل کېږي.
په تخار کې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو قوماندان د خلکو د امنيت له تامينولو څخه په ډآډ سره د تخار له خلکو اوحوانانو وغوښتل چې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې د اسلامي امارت دغه ځواکونه له فراغت وروسته وايي چې په بشپړقوت سره د خلکود سراومال ساتنه کوي.
– ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته