امنیت

په فراه کې دوسله والو طالبانو ديوسيمه ييز قوماندان نيول کيدل.

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٤ :

دوسله والوطالبانو يو سيمه ييز قوماندان په فراه ولايت کې ونيول شو.

لعل محمدپرون دفراه رود _دلارام په لويه لاره کې دپوليسوله ځواکونوسره له نښتې وروسته ونيول شو.

دغه جګړه هغه وخت ونښته چې قوماندان لعل محمد او دده تر امرلاندې کسانو په دې لاره کې  دمحمدعيسي دتيلو دټانک په پوستې بريد وکړ.

دفراه ولايت دپوليسو دقوماندانۍ دامنيت آمر محمدغوث مليار باختراژانس ته وويل:ددغې نښتې په بهيرکې قوماندان لعل محمدونيول شو او نور افراد يې په تيښتې بريالي شول .

ده وويل  چې  ددغې نښتې په بهيرکې افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته