امنیت

ملي اردو په کونړکې د کورنيو او بهرنيو تروريستانو له بريد وروسته په غازي آباد ولسوالۍ کې پراخ چاڼيزعمليات پيل کړي دي

کابل باختر دکب څلورمه :
دملي دفاع وزارت ويندوى وايي چې په کونړ ولايت کې دملي اردو په سنګرونو د وسله والو طالبانو له نننى بريد وروسته چې نولس تنه عسکر پکې شهيدان شول؛ دغازي آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمد ظاهرعظيمي باخترآژانس ته وويل: کورنيو اوبهرنيوډار اچوونکو نن د١٣٩٢ کال دکب دمياشتې په  څلورمه نيټه د يکشنبې د ورځې د سهار په څلوروبجو دکونړ ولايت دغازي آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو په پوستوبريدونه وکړل چې په وروسته سخته جګړه ونښته او دسهار تراتو بجو پورې يې دوام درلود .
لومړنې شميرنې ښيي چې دملي اردو نولس تنه اتل منسوبين دخپل ژوندانه تر وروستۍ سلګۍ پورې د سلګونو کورنيو او بهرنيو ډاراچوونکو په وړاندې وجنګيدل او دشهادت مقام يې وګاټه.
دملي دفاع وزارت دغه شهيدان د هغوکسانو په توګه وبلل چې په ميړانې سره د هيواد اوخلکود پت او عزت د دفاع په مقدسو سنګرونو کې وجنګيدل اوخپل خوږ ژوند يې د خداى (ج) ، هيواد او خلکو په لاره کې قرباني کړ .
دغه راز په دې پيښه کې دملي اردو دوه تنه منسوبين ټپيان شول .
په دې جګړه کې د دين، هيواد اوخلکو دښمنانو ته د سر دروندزيان واوښت چې په لسګونو مړي يې دجګړې په ډګرکې پاتې دي .
دموضوع په اړوند څيړنې دوام لري .
زيات جزئيات به وروسته وړاندې شي.
دملي دفاع وزارت ويندوى زياته کړه: له ډيل پرته دملي اردو يو کنډک ساحې ته واستول شو. که څه هم دوى د لارې په اوږدو کې د دښمن له کمين سره مخامخ شول ، يوه ځانمرګي يرغلګر ځان د دوى په وړاندې وچاوه. خو له نيکه مرغه د ملي اردو کومکي قوتونه له کوم زيان پرته ساحې ته رسيدلي دي؛ سنګرونه يې ټينګ کړي دي اوپه سيموکې ځاى پرځاى شوي دي .
دپلټنې عمليات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته