امنیت

په لغمان کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د لړم دمياشتي اتمه :
دوه تنه وسله وال طابان پرون په لغمان ولايت کې د ذوالفقار- ١٢ په نامه دملي اردو دځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
  د ذوالفقار- ١٢ عمليات د وسله والو مخالفينو له شتون څخه دلغمان ولايت د نا امنو سيمو د پاکولو په مقصد ددغه ولايت دباد پخ په ساحه کې ترسره شوي و .
  دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: ددغوعملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه راز يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي .
  ديوبل خبر له مخې: دملي دفاع وزارت د ځانګړو قطعاتو د منسوبينو د امنيتي  فعاليتونو په بهيرکې چې د قندهار ولايت د ميوندولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ يو وسله وال مخالف ونيول شو او مخابراتي وسايل او يوه اندازه سپکې وسلې هم ترلاسه شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته