فرهنګ

په خوست کې په بهرنيو ژبو ليکل شوې لوحې راټولې شوې

کابل باختر  د وږي دمياشتې ١٤  :
په خوست ولايت کې نن په بهرنيو ژبو د ليکل شويو لوحو د راټولو پروګـــرام پيل شو .
د دغه پروګرام په لومړۍ ورځ١٥٠ لوحې چې په بهرنيو ژبو ليکل شوې وې؛ د خوست ښار له پلورنځيو او دکانونو څخه راټولې شوې.
دخوست ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګي ميراثونو د ساتنې مدير سيدقابل شاه مياخيل د باخترآژانس خبريال ته وويل: په دغه  پروګرام کې هلې ځلې کيږي  ټولې هغه لوحې چې له ملي ژبو پرته په بهرنيو ژبو ليکلې شوې وي؛  راټوليږي.
ده د خوست ښار د  دوکانونو او پلورنځيو خاوندانو ته خبر دارى ورکــړ: که چيرې  خپلې لوحې له بهرنيو ژبو څخه په ملي  ژبو بدلې نه کړي؛ له هغوى سره به قانوني  چلند وشي .
د خوست ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دغه مسوول وايي: د دغه پروګرام په لومړۍ ورځ د خوست ښار له بېلابېلو سيمو څخه په بهرنيو ژبو د ليکل شويو١٥٠ لوحو په راټولولو بريالي شوي دي .
ده وويل: دغه پروګرام به دخوست ښار له ټولو سيموڅخه په بهرنيو ژبو دټولو ليکل شويو لوحو تر راټولولو پورې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته