فرهنګ

د مبارکې خرقې او د احمد شاه ابدالي د تاريخي څلو د ترميم کار پيل شو

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
په قندهار ولايت کې د اسلام د ستر پيغمبر (ص) د مبارکې خرقې او د احمد شاه ابدالي د مقبرې د تاريخي څلو د ترميمولو کار پيل شو .
اوس ددغو تاريخي څلو ځينې برخې د وخت په تيريدو سره يوڅه ويجاړې شوې دي.
مبارکه خرقه او د احمد شاه ابدالي مقبره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له بودجې څخه ترميميږي.
په دغه پروګرام کې به د دغو دوو تاريخي ځايونو د ديوالونو، دروازو، کړکيو ، چت او نورې برخې ترميم شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين باختر آژانس ته وويل چې دغه دوه تاريخي څلي به د هغو د تاريخي اصالت او معمارۍ سبک په ساتلو سره ددغه وزارت د فني کارپوهانوترنظر لاندې ترميم شي.
په همدې حال کې د قندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس دواخان مينه پال وايي چې ددغو دوو تاريخي څلو د ترميمولو کاربه تر يو کال پورې بشپړ شي .
دمبارکې خرقې او د احمد شاه بابا د مقبرې د ترميمولو پروګرام قندهار ولايت ته د ډاکتر رهين له سفر او د دغه ولايت د تاريخي آبداتو د حالت له څيړنې وروسته ترلاسه لاندې نيول شوى دى .
دقندهار والي توريالي ويسا د دغو دوو تاريخي څلو د ترميمولو دکار د پرانيستلو په مراسمو کې وويل: هلې ځلې کوي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د مرسته رسوونکو مرکزونو په همکارۍ ددغه ولايت نور تاريخي څلي هم ترميم کړي.
مبارکه خرقه او د احمد شاه بابا مقبره په قندهارکې د مقدسو او تاريخي څلو څخه شميرل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته