(PS)خبرونه(PS)ورزش

په روزګان کې د خپلواکۍ د ١٠۴ مې کاليزې په وياړ د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ټورنمنټ پيل شو

کابل، د زمري ۳۰مه، باختر

د روزګان ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمريت په همغږۍ د ټېپ بال کرکټ فدراسیون له لوري په دهراود ولسوالۍ کې د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو د ١٠۴ مې کاليزي په وياړ د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ١٢ اوريز ټورنمنټ پيل شو.

 د المپیک ملي کمېټې او بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې د دې ټورنمنټ د پيل لوبه د اطرافي اتلانو او خپلواک اتلانو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د اطرافي اتلانو لوبډلې لومړى توپوهنه وکړه او په ټاکلو ١٢ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ٩٤منډو هدف ورکړ، چې په ځواب کې یې د خپلواک اتلانو لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په څلورم اور کې پوره کړ.

د دغه ریاست په وینا، ياده سیالۍ به يوه مياشت دوام وکړي، چې موخه يې د خپلواکۍ د ١٠۴ مې کاليزي نمانځل او د ټېپ بال سياليو وده ده.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا