ښوونه او روزنه

په خوست کې۴۰ زده کوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې وکړې

کابل / د مرغومي ۲۴ مه / باختر
په خوست کې ۴۰ زده کوونکي له یونیم کال زده کړې وروسته له لنکن ښوونیز مرکز څخه فارع شول.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د خوست لنکن ښوونیز مرکز مسوول جاوېد وویل چې لنکن ښوونیز مرکز په وړیا ډول د انګلیسي ژبې او کمپیوټر په برخه کې خدمات وړاندې کوي چې تراوسه یې سلګونه زده کوونکي ټولنې ته وړاندې کړي دي .
هغه زیاته کړه: که څه هم په یاده موده کې د کروناویروس د خپرېدو له ستونزو سره مخ وو، خو بیا مو هم خپلو موخو ته چې هغه د زده کړې ترسره کول دي؛ دوام ورکړ.
د هغه په خبره؛ انګلیسي ژبه یوه بهرنۍ ژبه ده او زده کړه یې هم ستونزمنه، خو په کلکې ارادې سره کېدای شي دغه ستونزه حل شي .
هغه له فارغانو څخه وغوښتل چې په دغو زده کړو بسنه ونه کړي؛ زده کړو ته دوام ورکړي او انګلیسي ژبه په اکاډمیک ډول زده کړي.
د خوست د اطلاعاتو فرهنګ رییس محمد انور زاهد وویل چې دا د خوستوالو لپاره یو طلايي چانس دی چې انګلیسي او کمپیوټر په وړیا ډول زده کوي.
زاهد زیاته کړه: څوک چې د خپلو ژبو ترڅنګ نورې ژبې زده کړې دي، هغوی بریالي دي او کولای شي د اړتیا پر مهال له نورو ژبو هم استفاده وکړي.
همدارنګه د لنکن ښوونیز مرکز زده کوونکو رازق الله، ولي الرحمن او شمس الحق په انګلیسي ژبه مقالې ولوستلې.
د یادونې ده چې همدا اوس د خوست په لنکن ښوونیز مرکز کې سلګونه نجونې او هلکان د انګلیسي او کمپیوټر په برخه کې په زده کړو بوخت دي.
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته