امنیت

دنورستان ولايت د دو آب ولسوالۍ سړک دوسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه شوه.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
دنورستان ولايت د دو آب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي پوليسو په ملاتړ دآلماس -٢٨ په نامه ګډ عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل.
د٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ .
د دولت دوسله والو مخالفينو دځپلو او د ډاډمن امنيت دتامينولو او داسې حکومت والۍ په موخه د ٢٠١ سيلاب قول اردو دلومړۍ پلې لوا لومړي کنډک دقوماندانۍ په مشرۍ دنورستان ولايت په دو آب ولسوالۍ کې دميشتو امنيتي ځواکونو په ملاتړ د آلماس – ٢٨ په نامه ګډ محاربوي او تصفيوي عمليات پرون سهار پيل شوي وو چې له امله يې د دو آب ولسوالۍ لاره دوسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه شوه او په دغې ولسوالۍ کې دميشتو امنيتي ځواکونو بشپړ اکمالات ترسره شول او دغه لاره دترافيکو پرمخ پرانستله شوه.
دغه راز د ٢٠١ سيلاب قول اردو دلومړۍ لوا او د توپچي او پليو قوتونو پرسونل د دو آب ولسوالۍ دملاتړ په لاره کې په لازمو او اړتيا وړ سيمو کې ځاى پرځاى شوي دي او اوس په دغې ولسوالۍ کې امنيتي حالت نورمال دى او عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته