امنیت

په مهترلام ښارکې ديولړ چاودنو مخنيوى

دمهترلام ښار باختر د وري  دمياشتې  ٢٠ :
د لغمان  ولايت په مهترلام ښارکې  دوسله والوطالبانو يولړ بريدونه ناکام شول.
درارسيدلو خبرونوله مخې  امنيتي مامورينو ددغه ولايت له ګڼ ميتشولارو څخه  څو ماينونه  کشف اوشنډکړل.
د هېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ طالبانو غوښتل  ددغو ماينونو په ښخولو سره ملکي  وګړو ته  يو لړ خونړۍ پيښې رامنځته کړي  خوبريالي نه شول.
ده وويل ددغو ناکامو ماين ښخولو د عاملانو د نيولو  لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوى دى چې په لغمان ولايت کې  له پوځيانو سره په مخامخ نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ددغو جګړه مارانو  ديوه قوماندان په ګډون څلور تنه نور ټپيان شول.
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار په الينګار ولسوالۍ کې د پوځيانو له خوا ډزې وشوې او ووژل شول.
په لغمان کې يو پوځي قوماندان وايي  چې دغو وسله والوطالبانو غوښتل  په يوه واټ کې ماينونه ښخ کړي چې دپوځيانو له خواپرې ډزې وشوې.
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته