ټولنه

په ميدان وردګو کې د ښځو د ستونزو د حل په موخه غونډه جوړه شوه

کابل باخترد کب دمیاشتې دوه ويشتمه
د افغانستان د ټاکنو او روڼتيا د څار موسسې له خوا په ميدان وردګو ولايت کې دښځينه وکيلانو او موکلينو ترمنځ د اړيکو د ټينګولو په موخه غونډه جوړه شوه.
د ميدان وردګو ولايت د مقام د غونډو په تالارکې غونډه جوړه شوه.
دغه غونډه د افغانستان د ټاکنو او روڼتيا د څار موسسې لخوا جوړه شوې وه چې موخه يې د ښځينه وکيلانو او موکلينو ترمنځ د اړيکو د ټينګولو او په ميدان وردګو ولايت کې د ښځو پر وړاندې د شته ستونزو له منځه وړل او هغو ته د حل لارې پيدا کول و.
په هغو مراسمو کې چې له همدې امله پر ځای شوي و، د ايټوا موسسې د پروګرامونو مسوول حبيب شينواري غونډې ته د وينا په ترڅ کې وويل چې د دغو پروګرامونو موخه په سيميزه کچه د ښځو پياوړتيا او دښځينه وکيلانو له کارونوڅخه د مو کلينو خبرول او د موکلينو ستونزو ته د وکيلانو لاس رسی دی.
د ميدان وردګو سرپرست مرستیال محمد امين مبلغ د داسې غونډو جوړول مهم او ګټور وبلل.
مبلغ وويل: که څه هم په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه راکمه شوې، خو بيا هم د د ې ولايت د لرې پرتو سيمو ښځې په بېلابېلو برخوکې له ستونزو سره مخامخې دي.
د ښځو چارو رييسې وحيدې ښکلې وويل چې په دغه ولايت کې اوس ښځو ته جدي پاملرنه کوي او د ميرمنو قضیې حکومت په جدي ډول څيړي.
هغې له ايټوا موسسې څخه مننه وکړه چې د ښځو په اړه يې غوره موضوع ټاکلې ده. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته