امنیت

په روزګان کې د طالبانو د سر دروند زيان

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٨
په روزګان ولايت کې د نويو جګړو په بهيرکې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى .
دغه جګړې په تيرو ٢٤ ساعتونوکې ددغه ولايت په ځينو سيموکې رامنځته شوې دي.
لومړۍ جګړه پرون ناوخته د چهارچينو په ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې پوځيانو د طالبانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
په روزګان ولايت کې د ملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل: په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې:
څلور تنه وسله وال طالبان د روزګان ولايت په خاص روزګان ولسوالۍ کې د جګړې په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړه تېره شپه د خاص روزګان ولسوالۍ په تګلوري کې هغه وخت ونښته چې طالبانو د پوځيانو په يوه پوسته بريد وکړ.
د روزګان ولايت د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې جګړه کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نوريې ټپيان شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي: نهه تنه وسله وال طالبان د روزګان ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې له پوځيانو سره د جګړې په بهيرکې ووژل شول. دغه جګړه نن له غرمې مخکې هغه وخت ونښته چې پوځيانو د وسله والو طالبانو په يوه پټنځي بريد وکړ .
د روزګان ولايت د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وايي: په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه راز د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو درې ډيپوګانې د ترينکوټ ښارته څېرمه او د دهراوود او چهارچينو په ولسواليوکې کشف شوې دي.
ويل کيږي له دغو ډيپوګانوڅخه په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته