کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢٩ :
د هلمند ولايت د ناوميش او سنګين په ولسواليوکې د پوليسو په پوستو د وسله والـــوطالبانو په بريدونوکې١٠ تنه وسله وال طالبــــان ووژل شول او ٨ تنه نوريې ټپيان شول.
د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن شاه محمود آشنا د باخترآژانس ته وويل: دغه جګړې تېره شپه له هغه وروسته پيل شوې چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د ناوميش او سنګين په ولسواليوکې د پوليسو په پوستو د بريدونو نيت درلود چې د پوليسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
خبرځاى وويل: د دغو جګړو په بهيرکې د وسله والوطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د پوليسو د ځواکـــــونو لاسته ورغلي دي.
په دې جګړوکې د امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
1 1 دقیقه لوستل