خبرونهامنیت

په روزګان کې د غلو  څلور کسېزه ډله ونیول شوه

 کابل، د لړم ۱۷مه، باختر

د روزګان د امنیې قومندانۍ چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې یې د غلو څلور کسېزه ډله نیولې ده.

د روزګان د امنیې قومندانۍ چارواکو د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې  دغو کسانو د چورې ولسوالۍ په سنګر نومې دښته کې له یوه موټر چلوونکي څخه ۱۸۱زره ۷۵۰ پاکستانۍ کالدارې اخیستې وې چې وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.

نیول شویو کسانو په لومړیو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړی دی.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا