سیاست

د غندنې پېغام

کابل باختر د سلواغې  اوومه
د کابل ښار د صدارت څلور لارې د ترهګریز برید په اړه د اجرائیه ریاست دلومړي مرستیال انجنیر محمد خان د غندنې پېغام!
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد او ولس دښمنانو د کابل ښار د صدارت څلور لارې ته څېرمه ترهګریز برید کړى او کڼ شمېر ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د هېواد او ولس د ښمنان تل په داسې ځایونو ترهګریز بریدونه کوي چې د ولسي خلکو ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي او هڅه کوي چې د دا ډول بریدونو په تر سره کولو سره خپلو بادارانو ته خپله ژمنتیا څرګنده کړي.
له ملکي وګړو په ډکو ځایونو کې بریدونه د انساني، اسلامي او بشري ارزښتونو خلاف عمل دی او ښکیل لوري باید هڅه وکړي چې د جنګ او جګړو په حالت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي.
دغه ډول ترهګریز بریدونه چې ولسي خلکو ته پکې زیان رسېږي په کلکو ټکو غندم او له الله تعالی څخه د پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت ، ټپیانو ته یې بېړنۍ روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبرهيله کوم.پاى-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته