کابل باختر د مرغومي اوومه :
د اوو تنو نجونو په ګډون د ملي اردو شپيته تنه منسوبين نن د ٢٠٩ شاهين قول اردو د تعليمي مرکز د ليږدونکو وسايطو د چلونې له کورس څخه فارغ شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د تعليمي مرکز قوماندان ډګروال عطاالله د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د ملي اردو دغو منسوبينو د دولسو اوونيو په بهيرکې د رنجر او هاموي په ګډون د ليږدونکو پوځي وسايطو د چلوونې په برخه کې په عملي او نظري توګه زده کړې کړې دي.
په همدې حال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان تورن جنرال مومندکټوازي د دغو منسوبينو په تېره بيا د ښځو د فراغت له امله خوښي څرګنده کړه او له فارغانوڅخه يې وغوښتل چې د وسايطو د ساتنې او څارنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي .
ويل کيږي چې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د تعليمي مرکز له جوړيدو څخه تر اوسه پورې يوسلو درې څلويښت تنه په درې ديرشو دوروکې د دغه مرکز د چلونې له کورس څخه فارغ شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل