اقتصاد

په کندز کې د شولو په حاصلاتوکې زياتوالى راغلى دى

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
په کندز ولايت کې په روان کال کې دشولو حاصلات په سلو کې شل زيات شوي دي.
دکندز ولايت دکرنې او اوبو لګولو د رياست دکرنيزو چارو آمر عبدالبصير فقيري دباختر آژانس خبريال ته وويل:
په روان کال کې په دغه ولايت کې په څه ناڅه نوي زره هکتاره ځمکه کې شوله کرل شوې وه چې له هغې څخه څلورسوه نهه ويشت زره ټنه شوله ترلاسه شوې ده چې د تيرکال په پرتله په سلوکې شل زياتوالى ښيي.
ويل کيږي چې کندز د شولو د کرکيلې يو ډير مهم ولايت دى چې له غنمو وروسته په دويم ګام کې شوله پکې کړل کيږي.
فقيري زياته کړه چې په کندزکې څو ډوله شوله کرل کيږي چې ګرمه باړه، سرخه زراعتي شالګي، باش متي سيله او اوغټې شولې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته