فرهنګ

پوهاندباوري دنيکمرغه کوچني اختر له امله داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت کارکوونکو او دافغانستان ټول ملت ته مبارکي وويله

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٧ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت رئيسانو او کارکوونکو ژمنه وکړه چې له دې وروسته  په زيات خلاقيت  او لوړې روحيې سره  خلکو او هېواد ته دخدمت په لاره کې  خپلې کاري چارې ترسره کوي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت رئيسانواو کارکوونکو دغه ژمنه په هغې غونډه کې وکړه چې دروژې دمبارکې مياشتې  او دنيکمرغه کوچني اختر دپاى ته رسيدو په مناسبت ددغه وزارت د مطبوعاتو دنړيوال مرکز په تالارکې  جوړه شوې وه.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ په دې غونډه کې لومړى  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  سرپرست  پوهاندمحمدرسول باوري دنيکمرغه  کوچني اختر له امله ددغه وزارت رئيسانو او کارکوونکو او دافغانستان ټول ملت ته  مبارکي وويله او دنيکمرغه کوچني اختر په شپو او ورځو کې دخلکودامنيت دساتنې او تامينولو په خاطر دهېواد  له امنيتي اودفاعي ځواکونوڅخه مننه او قدرداني وکړه او څرګنده يې کړه چې دهيواد  دامنيتي اودفاعي بنسټونو دمنسوبينو هلې ځلې  ددې سبب شوې  چې  زموږ ځوريدلي او کړيدلې خلک دامن په فضا کې دنيکمرغه کوچني اختر هرکلى وکړي.
پوهاند باوري له اړوندو منسوبينو څخه وغوښتل چې دهېواد پالنې په  لوړې روحيې سره  خلکو او هيواد ته د خدمت په لاره کې خپلې اړوندې چارې په صادقانه ډول ترسره کړي .
په دې غونډه کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  مالي .، اداري او ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې  مژګان مصطُفوي ددغه  وزارت له رئيسانو او کارکوونکو څخه  وغوښتل چې دخپلو کاري چارو دترسره کولو په لاره کې هڅه او هاند وکړي چې خپل  هغه مسووليتونه  چې  ددغه وزارت ددندو په  چوکاټ کې دي    په صادقانه   ډول  ترسره کړي.
په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يوشمير  ر ئيسانو هم خبرې وکړې اوپه هېواد کې دخلکو ترمنځ ديووالي اوپيوستون دتامينولو هيله وکړه .
دغه راز دوى  د چارو دښه والي  لپاره  دوزارت مشرتابه ته يولړ پيشنهادونه وړاندې کړل او  ژمنه يې وکړ ه  چې  هېواد او خلکو ته دخدمت په لاره  کې خپل مسووليتونه په صادقانه ډول ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته