ټولنه

دانجنيرمحمدخان خواشينۍ پيغام

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه :

د ديني عالم مولوي صلاح الدين موحد د شهادت په اړه د اجرائیه رياست دلومړي مرستيال انجينير محمد خان د خواشينۍ پيغام

د يو خواشينونکي خبر په اساس، په نېمروز ولايت کې د مدني جامع جومات خطيب، د احياء العلوم مدرسې مدير او د حزب اسلامي افغانستان فعال او دعوتګر شخصيت مولوي صاحب صلاح الدين موحد، د هېواد او دين دښمنانو له خوا به خپل کور کې په غدراو ډېره بې رحمانه توګه په شهادت رسول شوی دی.

انا لله وانا اليه راجعون

د ديني علماء کرامو او د هېواد د علمي اشخاصو ترور په هېواد کې د علم او پوهې دښمنانو يو له هغو شومو موخو څخه ده چې د هېواد دښمنان يې تل په هڅه کې دي، تر څو دا بې وزله ولس له دې لارې د علم او پوهې له نعمت څخه بې برخې وساتي او د جهالت په توره تياره کې خپل تور مخونه له ملته پټ وساتلی شي.

د مولوي صاحب صلاح الدين موحد د شهادت دردونکي خبر خواشینی کړم، د شهيد درنې کورنۍ په ګډون ټولو عقيدت مندانو ته یې د تسليت مراتب وړاندې کوم او د نېمروز په چارواکو او په ځانګړي توګه په امنيتي ځواکونو غږ کوم چې د ارواښاد د قاتلينو په نيولو کې دې خپلې هڅې چټکې کړي، ترڅو مجرمين په لنډ وخت کې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته