سیاست

په افغانستان کې دملګروملتو دچارو دسمون دويمه غونډه جوړه شوه

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٥ :
په افغانستان کې  دملګروملتو دچارو دسمون دويمه غونډه  نن دبهرنيو چارو دوزير ډاکتر زلمى رسول اودافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان دسرمنشي  دځانګړي استازي يان کوبيش په ګډې مشرۍ جوړه شوه.
دباختراژانس   خبريال خبر راکړ.
په دې غونډه کې چې دکابينې دځينو غړو ، دوزارتونو دمعينانو اودخپلواکو ادارو دمرستيالانو ، په کابل کې دملګروملتو دسازمان دفتر ونو درييسانو او دنړيوالو سازمانونو دمسوولينو په ګډون  جوړه شوې وه دبهرنيو چارو  وزير ډاکتر زلمى رسول خبرې وکړې  او ويې ويل چې افغانستان دملګروملتو دسازمان په مرسته اوهمکارۍ په تيره يوه لسيزه کې ستربرياليتوبونه ترلاسه کړي دي.
ډاکتررسول ټينګار وکړ چې  دملګروملتو سازمان اودهغه سياسي دفترونه او تخصصي ادارې په دايمي توګه له  ٢٠١٤  کال وروسته په تيره بيا دبدلون په لسيزه کې په افغانستان کې به په پراخ اوفعال شتون سره ددغه هيواد له خلکوسره مرسته وکړي.
وروسته دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان ځانګړي  استازي يان کوبيش
خبرې وکړې او دافغانستان ددولت  له ملي پروګرامونوسره دملاتړ ترڅنګ يې وويل ، دملګروملتو دسازمان  ژمنې دتوکيو په کنفرانس  اوپه نورو کنفرانسونو کې دافغانستان دحکومت دژمنو دعملي  کيدو غوښتنه کوي.
يان کوبيش پراخ اداري فساد سترچلند وباله اودبشرد حقوقوپه رعايتولو،  دنشه يي توکو پرخلاف په مبارزې اودافغانستان دحکومت داداري سيستم په پياوړتيا باندې ټينګار وکړ.
دغه راز دبهرنيو چارو  وزارت  ويندوى جانان موسي زي ددغې غونډې هدف رسنيو ته بيان کړ او ددغې غونډې اساسي هدف يې دملګروملتو دسازمان دموسسو اودافغانستان د حکومت ترمنځ زياته همغږي وبلله.
دده دڅرگندونوله مخې،  هغه موضوع  چې  دافغانستان دولت  ته مهمه ده دافغانستان ددولت له لومړيتوبونو او دهيواد له ملي پروګرامونو سره سم به لازياته  همغږي کې په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان  دشتون څرنګوالي اودامنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير اواقتصادي  څرنګوالى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته